IQNA

 له همغږه هیوادونو سره ملګرتیا زمونږ د ګاونډیتوب سیاست دی

9:02 - May 23, 2023
د خبر لمبر: 3487381
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر همداشان وویل: تهران او جکارتا د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په اړه ګډ نظر لري، دواړه هیوادونه د یواړخیزپالنې مخالف او په سیمه کښې د پایدارې صلحې غوښتونکي دي او دا ګډ نظرونه لامل کیږي چې یو بل ته لاډیر نزدې شي.

ایکناد پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د تهران-جکارتا د اقتصادي او تجارتي اړیکو سویه د پام وړ، البته د نه منلو وړ وبلله او د هغې په لوړولو باندې په ټینګار سره یې وویل: له همغږه هیوادونو سره ملګرتیا د ایران د دیارلسم حکومت د ګاونډیتوب د سیاست برخه ده.

 سید ابراهیم رئیسي تیر ماښام انډونیشیا ته د درې ورځني سفر لپاره له تهرانه له روانیدو مخکښې د مهرآباد په هوايي ډګر کښې په خپلې وینا کښې، د دغه سفر د اهدافو او پروګرامونو په هکله زیاته کړه: د دواړو هیوادونو د اقتصادي او سوداګري اړیکو سویه د پام وړ ده خو باید له دې زیاته لوړه شي.

ولسمشر رئیسي په دې خبرې سره چې د ایران او انډونیشیا تمدني او معنوي اړیکه یوبل ته ډیره نزدې ده، څرګنده کړه: انډونیشیا ته په سفر کښې به په اقتصادي، تجارتي، کلتوري، ګمرکي او صحي برخو کښې ځینې هوکړې لاسلیک شي.

 د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر همداشان وویل: تهران او جکارتا د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په اړه ګډ نظر لري، دواړه هیوادونه د یواړخیزپالنې مخالف او په سیمه کښې د پایدارې صلحې غوښتونکي دي او دا ګډ نظرونه لامل کیږي چې یو بل ته لاډیر نزدې شي.

د ویلو ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د انډونیشیا د ولسمشر په رسمي بلنه او د دوه اړخیزو اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړیکو د پراختیا په موخه د یو جګ پوړي اقتصادي او سیاسي پلاوي په مشرۍ بیګا له تهرانه جکارتا ته روان شو.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133262

captcha